توضیحات
د عامې روغتیا کارپوهان د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره د چټک اقدام غوښتنه کوی. ځکه دا ناروغي په آسټرالیا کې د مرګ یوه له اوو عامو لاملونو څخه شمېرل کېږي. د آسټرالیا د عمومي ډاکترانو سلطنتي کالج له خلکو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره ډاکتر ته لاړ شي، او د خپل ورځني ژوند په اصولو کې د بدلون راوستلو له لارې کولی شي په راتلونکي کې د اوږدمهاله روغتیايي ستونزو مخنیوی وکړي. همداسې، جورج انسټیټیوټ د نړیوالې روغتیا لپاره وړاندیز کړی چې د خلکو د ژوند د بدلون په موخه باید پر ډېره بوره لرونکو مشروباتو نوره هم مالیه لوړه شي، او پر تازه مېوو او شنو سبزیو سبسایډي ورکړل شي.